د ښار جوړولو او ځمکو وزارت اړوند د هېوادوالو ستونزې به په وخت حل شي

9/01/1444
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د بېلا بېلو ولایتونو له یو شمېر راغلو هېوادوالو سره وکتل او د هغوی د ستونزو پر حل یې ټینګار وکړ.
په دغه کتنه کې د هېوادوالو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني سره خپلې غوښتنې او ستونزې مطرح کړې او د دغه وزارت له سرپرست وزیر څخه یې د دوی د ستونزو په حل کې د همکارۍ غوښتنه وکړه .
ښاغلي وزیر وویل، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت اړوند د هېوادوالو ستونزې به پر وخت حل شي او اړوندو مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې هر کس خپل مسؤلیت اداء کړي.