د پکتیکا ولایت ځینې سیلاب ځپلي کورونه سروې شول
۱۴۴۴/۰۱/۱۵
د پکتیکا ولایت د سیلاب ځپلو سیمو د بررسۍ کمېټې، په دغه ولایت کې هغه کورونه او سیمې بررسي کړې چې سیلاب ځپلي دي.
د پکتیکا ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د کمېټې د نورو غړو په شتون کې د سیلاب ځيپلو کورونو د تخریباتو سروې او د زیانونو د کچې معلومول پیل کړل چې د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې وروستیو سیلابونو تخریب کړي دي.
یادې کمېټې هم د لوګر ولایت په څېر د سیمې له خلکو سره مشورې او د سروې چارې یې پیل کړي او د سیلاب ځپلو سیمو لومړیتوبونو سنجش او براورد کوي.