د لوګر ولایت ځینې سیلاب ځپلې سیمې سروې شوې
۱۴۴۴/۰۱/۱۵
د لوګر ولایت د سیلاب ځپلو سیمو د بررسۍ کمېټې، په دغه ولایت کې هغه سیمې بررسي کړې چې سیلاب ځپلي دي.
د لوګر ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست چې د سیلاب ځپلو سیمو د بررسۍ کمېټې غړیتوب لري، د لوګر ولایت د دوشنبې کلي او پادخواب شانې کلي هغه ځمکې، لارې، ونې او کورونه یې سروې کړل چې سیلابونو ځپلي وو او ټول تخریبات یې بررسي کړل.
یادې کمېټې د سیمې له خلکو سره مشورې او د سروې چارې یې پیل کړي او د سیلاب ځپلو سیمو لومړیتوبونو سنجش او براورد کوي.