په صنایع سبز صنعتي پارک کې د امیري شرکت ستونزې او سرغړونې و ارزول شوې
۱۴۴۳/۱۲/۲۷
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د پانګونې او سوداګرۍ خونې د مدیره هیئت غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د امیري شرکت له مسؤلینو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې په صنایع سبز صنعتي پارک کې چې د کابل ده سبز سیمې د پېروزي هستوګنیز ښارګوټي په شمالي برخه کې موقعیت لري، د امیري شرکت ستونزې او سرغړونې و ارزول شوې.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم وزیر مولوي حمدالله نعماني وویل، وزارت یې له هغه پانګوالو ملاتړ کوي او د پرمختګ زمینه ورته برابروي، چې د دې وزارت اړوند پروژو کې پانګونه کوي او د قانون سره سم چلند کوي.
نوموړي زیاته کړه، لومړی باید په یاد صنعتي پارک کې د امیري شرکت حقوقي ستونزې، پلاني ستونزې او د زیاتې ځمکې نیولو موضوع د شوي تړون په رڼا کې وڅېړل شي او له هغې وروسته دې یاد شرکت په نوموړي صنعتي پارک کې خپل فعالیت ته بیا دوام ورکړي.
په دغه ناسته کې یوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د امیري شرکت د ستونزو او سرغړونو ترڅنګ حقوقي او پلاني موضوعات یې په دقیقه توګه وڅېړي، د شوي تړون مطابق ځمکه ورته ځانګړي کړي او په ټوله کې هر اړخیزې څېړنې وکړي او بیا یې پایلې له وزارت مقام سره شریکې کړي، چې د هغې وروسته به یې په اړه پرېکړه کېږي.
