د ابن سینا فارمسي تصدۍ د ملکیت بدیل چارو ارزونه وشوه
۱۴۴۳/۱۲/۲۱
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني په مشرۍ او د عامې روغتیا وزارت، کرنې او مالدارۍ وزارت او د فارمسي تصدۍ استازو په ګډون ناسته وشوه او د کابل په پنځهمه ناحیه کې د ابن سینا فارمسي تصدۍ د ملکیت بدیل موضوع په اړه یې نظریات او دلایل تبادله کړل.
په (۱۳۸۲)لمریز کال کې د افغانستان او ایران تر منځ یوه هوکړه لاسلیک شوه چې له مخې یې، د کابل په پنځمه ناحیه کې د فارمسي تصدۍ څخه اته (۸) جریبه ځمکه د یو روغتون جوړولو په موخه د ایران حکومت ته په واک کې ورکړل شوه.
د ایران حکومت له هغې ورځې تر نن یوازې د روغتون ودانۍ اباده کړې او پاتې نورې چارې یې په ټپه ولاړې دي، چې اوسمهال یې د فارمسي تصدۍ د ځمکې بدیل غواړي.
د دې ترڅنګ باید معلومه شي چې ولې تر اوسه د یاد روغتون چارې په ټپه ولاړې دي او ګټه یې نشته.
په ناسته کې د عامې روغتیا وزارت، کرنې او مالدارۍ وزارت او فارمسي تصدۍ استازو ځینې اسناد او دلایل وړاندې کړل او په تړاو یې وضاحت ورکړ.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د یاد وزارتونو او تصدۍ استازو ته په خطاب کې وویل، لومړی باید ټول پخواني اسناد وکتل شي، ساحه له نږدې ولیدل شي او بیا له هغې وروسته د اسنادو او شواهدو په مدرک پرېکړه وشي.
ښاغلي مولوي حمدالله نعماني وویل، د ایران له حکومت هم باید پوښتنه وشي او هغه دلایل په ګوته کړي چې ولې یې تر دې دمه په یاده ځمکه کې د روغتون چارې په ټپه درولي او پرمختګ نه ورکوي.
