نیمروز ولایت کې څه باندې یو اویا زره افغانۍ عواید ترلاسه شول
۱۴۴۳/۱۱/۱۹
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د نیمروز ریاست په دغه ولایت کې (۷۱۹۲۰) یو اویا زره، نهه سوه او شل افغانۍ عواید راټول کړل.
یاد شوي عواید په نیمروز ولایت کې د کدستري خدماتو او په بېلا بېلو ساحو کې د هټیو د په اجارې د ورکړې له درکه راټول شوي دي.
ترلاسه شوي عواید د نیمروز د ښار جوړولو او ځمکو ریاست لخوا د دولت خزانې ته وراضافه شوي او هڅې یې پیل کړي چې په شفافه توګه نور عواید هم ترلاسه او د دولت خزانې ته وسپاري.
