هرات ولایت کې له پنځه اتیا زره جریبه زیاته دولتي ځمکه تثبیت شوه
۱۴۴۳/۱۱/۱۲
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د هرات ریاست په دغه ولایت کې شاوخوا (۸۵۷۸۹) پنځه اتیا زره، اووه سوه او نهه اتیا جریبه دولتي ځمکه تثبیت کړه.
یاده شوې ځمکه د هرات ولایت په مرکز او ولسوالیو کې موقعیت لري، چې د هرات د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د تخنیکي ټیم لخوا تثبیت شوه، او په راتلونکي کې به ترې ګټه پورته شي.
دغه راز د هرات په دوه ولسوالیو کې دوه نوي جوړ شوي کلي تثبیت شوي، چې یو یې د سپین کلي په نوم دی او د هرات په ګذره ولسوالۍ کې موقعیت لري او بل یې شاه اباد کلی دی چې د پشتون زرغون ولسوالۍ کې موقعیت لري.