د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ته لاړ

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۰ - ۹:۴۵
sdfbhdf

۱۴۴۳/۱۰/۱۱

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال محترم حافظ محمد امین فاروقي د خپل رسمي سفر په ترڅ کې هلمند ته ورسې او هلته یې د هلمند ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست څخه لیدنه وکړه.

په لیدنه کې لومړی د هلمند ولایت د ښار جوړولو او ځمکو رییس مولوي سید نیک محمد معتصم د ښه راغلاست ترڅنګ د خپل ریاست اړوندو تشکیلاتو، ستونزو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مرستیال ښاغلي محمد امین فاروقي  د یاد ریاست اړوندو ستونزو د حل په موخه مسؤلینو ته ډاډ ورکړ او زیاته کړه چې په همدې موخه یې خپل سفر ترتیب کړی چې د ځینو ولایتونو له ستونزو او ننګونو خبر شي او د حل لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړي.

ښاغلي حافظ محمد امین فاروقي د هلمند ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست مسؤلینو او ټولو کارکوونکو ته د چارو د ښه پرمختګ په موخه لازمې لارښوونې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې د هېوادوالو چارې دې له ځنډ پرته پر وخت ترسره کوي او د خپلو دفترونو دروازې دې پرانستې وساتي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۴
Background image

د طرحې د تطبیق په موخه د الشیخ ښارګوټي ساحوي څېړنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري چارو محترم معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ، ټاکل شوې تخنیکي کمېټې د (الشیخ استوګنیز ښارګوټي) له ساحې څخه لیدنه وکړه.

د دغې لیدنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاحي پلان د تطبیق په موخه ساحوي بررسي ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري چارو محترم معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ، تخنیکي کمېټې، په نوي کابل ښار کې د (صنایع سبز) صنعتي ښارګوټي څخه لیدنه وکړه.

دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۰
Background image

د نوي کابل ښار په پروژه کې د رسول مصیر شرکت هم تخنیکي کارونه چټک کړل

۱۴۴۷/۱۱/۰۶

د رسول مصیر ودانیز او سوداګریز شرکت، د نوي کابل ښار د پراختیايي پلان په چوکاټ کې د لومړي فاز د «ج» برخې عملي کارونه په رسمي ډول پر مخ وړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت