د استخدام پروسه دې اسانه او ساده شي او د هر نوع فساد مخنیوی دې وشي

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۸ - ۱۵:۲۰
HR

۱۴۴۳/۰۸/۲۵

د ښا رجوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال محترم حافظ محمد امین فاروقي په خپل کاري دفتر کې د دغه وزارت د بشري سرچینو ریاست له مسؤلینو سره وکتل او پر اړوندو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

په سر کې د بشري سرچینو ریاست مسؤلینو د خپل ریاست د تشکیل او تحت اثر ادارو ،  استخدام پروسې ، د کارکوونکو د سوانحو ، د اجراتو د ارزونې ، د اداري پراختیا څرنګوالي، د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې ، د وزارت ټول مرکزي او ولایتي تشکیل ، بستونو ، په مرکز او ولایتونو کې د برحال او کمبود کارکوونکو او نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو بشپړې خبرې وکړې.

د نورو موضوعاتو ترڅنګ یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه هم شریک کړل چې څنګه کولی شي د وزارت اړوند د بشري سرچینو ریاست چارې لا چټکې شي.

ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال محترم حافظ محمد امین فاروقي په اړونده برخه کې لازمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې باید له خلکو او کار کوونکو سره لا ښه چلند وشي، حق حقدار ته وسپارل شي ، اسناد پر وخت اجرا شي ، د استخدام پروسې پړاونه ساده او اسانه شي، څوک ونه زورول شي او د دیني ارشاداتو مطابق اسانتیا راوستل شي او له هر نوع ژبني، قومي او مذهبي تعصب څخه په کلکه ډډه وشي.

دغه راز ښاغلي محمد امین فاروقي یادونه وکړه چې له اداري فساد سره دې کلکه مبارزه وشي او هېڅ کار کوونکی دې مراجعینو ته پلمې نه لټوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۳:۵۰
Background image

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۴

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامداره څارنو په لړ کې د اطلاعاتو او کلتړر ریاست دمسجد شریف له ودانیزو چارو څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

په پنجشیر ولایت کې د جهادي مدرسې لپاره د توپوګرافي سروې چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۱/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، په پنجشیر ولایت کې د جهادي مدرسې د جوړېدو لپاره د ټاکل شوې ځمکې توپوګرافي سروې په بریالیتوب سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۷
Background image

د شنې فضا برابرولو پر لور پراخ ګام؛ په الشیخ ښارګوټي کې زرګونه زینتي نیالګي کېنول شول

۱۴۴۷/۱۱/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا محترم ریاست، د شنې فضاء رامنځته کولو او چاپېریال ښکلا په موخه، په «الشیخ» ښارګوټي کې زرګونه زینتي نیالګي کېنول.

د نوي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت