د پکتیا ولایت په احمد اباد ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي د رغولو چارې روانې دي

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پکتیا ولایت په احمد اباد ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي د رغولو چارې ۳۵ سلنه بشپړ کړي دي.
دا ښوونځی پر ۵۳۶ مترمربع ځمکه، په دوه پوړو کې د ۱۶ مېلیونه افغانیو په ارزښت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت لهخوا جوړېږي.
ښار جوړلو او ځمکو وزارت د ښوونیزو او روزنیزو پروژو او د دولت پراخیایي پروژو له تطبیق سره په بېلابیلو ټولنیزو برخو کې هېواد والو ته د غوره خدماتو زمینه برابروي.