په فاریاب کې څه باندې ۱۷۵ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت او سروې شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال فاریاب ولایت په اړوندو سېمو کې ۱۷۲ قطعو کې ۱۷۵۹۶۳ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه ثبت او سروې کړي دي.
له دې شمېر څخه، ۱۶۶۶۶۸ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۹۲۹۴ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بیلابیلو ولسوالیو کې ثبت او سروې شوي دي.
ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۴۳۸ زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱ قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.