په لغمان ولایت کې د نفت او ګازو مدیریت د اداري ودانۍ له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۱۸
لغمان

۱۴۴۷/۰۹/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ټیم له لوري د لغمان ولایت په اداري کمپلکس کې د نفت او ګازو مدیریت لپاره د جوړېدونکې اداري ودانۍ له روانو ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د ساحوي ارزونې پر مهال څرګنده شوه چې په یاده پروژه کې د یو شمېر تهدابونو د کانکریټ اچونې چارې روانې دي، د څارنې په ترڅ کې د کانکریټو د کیفیت د ارزونې او د تخنیکي معیارونو د رعایت په موخه د کانکریټو د تودوخې اندازه کول او د کانکریټو د روانوالي ازموینه ترسره شوه.

همدارنګه د کانکریټو د مقاومت د لابراتواري ارزونې لپاره د سلنډري نمونو یو سیټ چمتو او ډک کړل شو، څو وروسته یې تخنیکي ازموینې ترسره شي.

د لغمان ولایت په اداري کمپلکس کې د نفت او ګازو مدیریت د اداري ودانۍ جوړول د دولتي ادارو د اداري ظرفیت د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام بلل کېږي، چې په بشپړېدو سره به د یاد مدیریت لپاره مناسب، معیاري او منظم اداري چاپېریال برابر کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۲۲
Background image

د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې د تفریحي پارک د پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سرپُل ولایت د سانچارک ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند د تفریحي پارک د پروژې له روانو چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱۶
Background image

په لغمان ولایت کې د کابل ـ جلال‌اباد هډې د پمپ سټېشن او موټرو مینځلځای پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست فني او مسلکي ټیم، په دغه ولایت کې د کابل ـ جلال‌اباد هډې اړوند د ښاروالۍ د پمپ سټېشن او موټرو مینځلځای پروژې له روانو چارو څخه تخنیکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۲
Background image

په کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست نوی رئیس وټاکل شو

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

په کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست لپاره محترم مولوي عبدالحنان (حامد) د نوي رئیس په توګه وټاکل شو.

د نوي رئیس ټاکنه د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت