په میدان وردګ کې څه باندې ۱۵۰ زره جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوې ده

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو برنامې د پلي کېدو پر مهال د میدان وردګ ولایت اړوندو سیمو په ۲۰۸ قطعو کې ۱۵۰۹۳۰ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.
له دې شمېر څخه، ۱۴۶۶۸۳ جریبه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۴۲۴۷ جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بیلابیلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي ډي.
ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۴۳۸ زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱ قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.