په کور او ښار جوړولو وزارت کې د کارکوونکو د زده‌کړېیزو اړتیاوو د سنجش بهیر ترسره شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
.

19/2/1448

په کور او ښار جوړولو وزارت کې د افغانستان د ملکي خدمتونو انسټیټوټ له لوري د وزارت د کارکوونکو د زده‌ کړېیزو اړتیاوو د سنج بهیر ترسره شو، چې په کې د وزارت محترومو رئیسانو، مسؤلینو او کارکوونکو ګډون کړی و.

د غونډې په پیل کې د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو چارو محترم رئیس، مولوي عبدالولي ارکاني، د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، ګمارنې، مسلکي ودې او د بشري سرچینو د مدیریت په بېلابېلو برخو کې بنسټیز اقدامات ترسره شوي، چې له امله یې د اداري چارو د اغېزمنتیا کچه لوړه شوې، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر چټک شوی او د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره مناسب فرصتونه رامنځته شوي دي.

ورپسې د افغانستان د ملکي خدمتونو انسټیټوټ محترم رئیس، حافظ اسدالله هارون، د زده‌کړېیزو اړتیاوو د سنجش د پروسې موخې او ارزښت ته په اشارې وویل، د امارتی ادارو د روزنیزو اړتیاوو ارزونه د دې لپاره ترسره کېږي، څو د هرې ادارې د اړتیاوو، کاري ننګونو او ظرفیتونو له ارزونې وروسته ورته هدفمند او اغېزمن روزنیز پروګرامونه طرحه او پلي شي.

 د نوموړي په وینا، د دې بهیر اساسي موخه د دولتي کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول او خلکو ته د غوره، چټکو او معیاري عامه خدمتونو وړاندې کول دي.

د غونډې په پای کې د مصرفي اوبو مدیریت او چاپېریال ساتنې په برخه کې د پنځه ورځني ظرفیت لوړونې پروګرام هغو ګډونوالو ته، چې یاد روزنیز پروګرام یې په بریالیتوب بشپړ کړی و، د ګډون تائید ‌لیکونه ووېشل شول.

د کور او ښار جوړولو وزارت رهبري د بشري سرچینو د پیاوړتیا، د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د دوامدارو روزنیزو پروګرامونو د پراختیا له لارې د اغېزمنو، شفافو او باکیفیته خدماتو وړاندې کول د خپلو لومړیتوبونو له مهمو برخو څخه ګڼي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت