د کابل ښار په اووه لسمه ناحیه کې ۱۳۳۱ د ملکیت سندونه ووېشل شول

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۲ - ۸:۴۲
کابل

د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت پروګرام د تطبیق په دوام، په دې وروستیو کې د کابل ښار په اوه لسمه ناحیه کې ۱۳۳۱ د ملکیت سندونه غیر رسمي کورونو ته توزیع شول.

د غیر رسمي سیمو د ثبت لړۍ له دوو کلونو را پدې خوا په کابل، هرات، مزار شریف، جلال اباد، کندهار، فراه، بامیان او نیلي ښارونو کې جریان لري او تر اوسه څه باندې ۸۰۰ زره غیر رسمي کورونه ثبت شوي او د دې سیمو اوسېدونکو ته ۳۰ زره د ملکیت سندونه توزیع شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په پام کې لري د روان کال تر پایه، یو میلیون کورونه ثبت کړي او ۱۳۰ غیر رسمي کورونو ته د ملکیت سندونه توزیع کړي.

###

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۵۷
Background image

په زابل کې مهاجرینو ته د استوګنیزو ځمکو د وېش لړۍ روانه ده

۱۴۴۷/۱۱/۲۰

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنیزو ځمکو د وېش بهیر په منظم او نورمال ډول روان دی، څو مستحقو کورنیو ته د دایمي استوګنې زمینه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۲۹
Background image

په خوست کې راستنېدونکو مهاجرینولپاره د ښارګوټي د خط اچونې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۲۰

د خوست ولایت مرکز اړوند د صحرا باغ سیمه کې، بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنیزو نمرو د تثبیت او منظم وېش په موخه د ښارګوټي د خط اچونې چارې پیل شوې.

دغه ښارګوټی په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۹:۸
Background image

په ارزګان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اصلاحي پلان د خط اچونې چارې تر سره شوې

۱۴۴۷/۱۱/۲۰

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست، مسلکي تخنیکي ټیم د مهاجرینو ښارګوټي د اصلاحي پلان د خط اچونې چارې تر سره کړې.

د یاد پلان د خط اچونه ډېری چارې بشپړې شوې او پاتې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت