په جلال اباد ښار کې ۱۴۱۷ د ملکیت سندونه توزیع شول

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۲ - ۸:۹
ننگرهار

د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت پروګرام د تطبیق په دوام کې، په دې وروستیو کې د جلال اباد ښار غیر رسمي سیمو اوسېدونکو ته ۱۴۱۷ د ملکیت سندونه توزیع شول.

د غیر رسمي سیمو د ثبت لړۍ له دوو کلونو را پدې خوا په کابل، هرات، مزار شریف، جلال اباد، کندهار، فراه، بامیان او نیلي ښارونو کې جریان لري او تر اوسه څه باندې ۸۰۰ زره غیر رسمي کورونه ثبت شوي او د دې سیمو اوسېدونکو ته ۳۰ زره د ملکیت سندونه توزیع شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په پام کې لري د روان کال تر پایه، یو میلیون کورونه ثبت کړي او ۱۳۰ غیر رسمي کورونو ته د ملکیت سندونه توزیع کړي.

###

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۵۴
Background image

په کندهار کې د ابراهیم النخعي ریاست په انګړ کې د یوه جومات د جوړولو له چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۶/۱۳

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د کیفیت د کنټرول عمومي مدیریت تخنیکي ټیم، د ساختماني معیارونو د رعایت او د پروژې د کیفیت د ډاډمنتیا په موخه، د ابراهیم النخعي ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۲۰
Background image

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د مرکزي بند خونې ادارې ودانۍ چارې بشپړې شوې

۱۴۴۸/۶/۱۳

د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د زندانونو چارو د سمون ریاست اړوند د کندهار مرکزي زندان نوی جوړ شوی اداري بلاک، له تخنیکي ارزونې وروسته په رسمي ډول اړوندې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۷
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او الشفاء روغتون د پروژو د کیفیت څارنه وکړه

۱۴۴۸/۶/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او الشفاء روغتون د پروژو له ساختماني او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت