غزني کې د دوه تعلیمي پروژو رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۷:۴۲
غزنی

ښاجوړولو او ځمکو وزارت د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د تمکي ۱۰ صنفي ښوونځي رغنیزې چارې ۸۴ سلنه او د دې ولایت په مالستان ولسوالۍ کې د خارقول داله لیسې رغنیزې چارې ۴۰ سلنه بشپړې کړې دي.

د تمکي ۱۰ صنفي ښوونځی په ۱۳۰۳ متر مربع ځمکه کې په یو پوړ د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د پوهنې وزارت له پراختیايي بودیجې او د خارقول داله لیسې ودانۍ په ۷۰۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د تعلیمي او پراختیايي پروژو په تطبیق سره، په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د اساسي خدماتو کچه لوړه کړې او همداراز خلکو ته یې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړې دي.

###

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه ترمینل پر ۳۸ جریبه ځمکه طرحه شوی او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت