نورستان کې د دوه ټولګټو پروژو رغنیزې چارې پیل شوې

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۹ - ۸:۶
نورستان

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ثبات ټینګښت ملي برنامې له لارې د نورستان ولایت په وانټ وایګل ولسوالۍ کې د زنجیل جامع جومات او د ارنس لس صنفي ښوونځي رغنیزې چارې پیل کړې.

زنجیل جامع جومات په ۳۴۷۲ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو چې په یو وخت کې د ۳۴۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري د ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پراختیايي بودیجې او د ارنس لس صنفي ښوونځی په ۷۹۸ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د معارف وزارت له بودیجې جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د مقدسه اماکنو او جوماتونو په جوړولو او مرمت سره د اسلامي ارزښتونو په ساتنه کې مهم رول لوبولی او ښوونځیو ته د معیاري ودانیو په جوړولو ښوونکو او زده کوونکو ته د زده کړې او تدریس مناسبه فضا مساعده او د تعلیمي برنامو په تطبیق کې پوهنې وزارت سره مرسته کوی.

###

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۰:۴
Background image

د کابل ښار په میرویس میدان (کوټه سنګي) سیمه کې د ستر جامع مسجد د توپوګرافي سروې ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کابل ولایت د مرکز اړوند په میرویس میدان (کوټه سنګي) سیمه کې د یو ستر جامع مسجد د جوړولو په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۲۵
Background image

په فراه ښار کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي تخنیکي ټیم، د فراه ښار د باغ ‌پل سیمې او څلورمې ناحیې له بېلابېلو ساحو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره کړه.

یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د جوزجان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د جوزجان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او په رسمي ډول. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت