د کابل ښار په میرویس میدان (کوټه سنګي) سیمه کې د ستر جامع مسجد د توپوګرافي سروې ترسره شوه
۱۴۴۸/۱/۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کابل ولایت د مرکز اړوند په میرویس میدان (کوټه سنګي) سیمه کې د یو ستر جامع مسجد د جوړولو په موخه د توپوګرافي سروې ترسره شوه.
یاد مسجد چې د ۱۸۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰۰ تنو لمونځکوونکو د ظرفیت لرلو لپاره پلان شوی، د ښار د مهمو دیني او عامه اړتیاوو د پوره کولو په موخه طرحه کېږي.
د ترسره شوې سروې له مخې، د پروژې ساحه ۵۵۳۹۸.۰۷۱ متر مربع ټاکل شوې، چې په ترڅ کې یې د ساحې ټول اړین تخنیکي، جغرافیایي او توپوګرافیک معلومات راټول او ثبت شوي دي.
د سروې موخه د تفصیلي پلان د ترتیب، د طرحې او ډیزاین لپاره د بنسټیزو معلوماتو برابرول، او د راتلونکو برآوردونو لپاره د دقیقو تخنیکي معلوماتو چمتو کول بلل شوي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د یادې ساحې له بشپړې ارزونې وروسته ټینګار کړی چې راټول شوي معلومات به د تفصیلي پلان د جوړولو، معیاري ډیزاین او دقیق برآورد لپاره وکارول شي.
