د نیمروز ولایت منطقوي پراختیايي پلان منظور شو

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۵ - ۸:۱
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د نیمروز له والي محترم پوهندوی سید ولی سلطان، په ولسي جرګه کې د خلکو استازو محترم ګل احمد نور زاد او محترمه فریده حمیدي او د نیمروز ولایتي شورا مرستیال محترم حاجی نعمت الله صدیقي سره په کتنه کې د یاد ولایت منطقوي پراختیايي پلان منظور کړ.

په سر کې، د ښاري چارو مرستیال محترم روښان ولسمل د نیمروز ولایت منطقوي پراختیايي پلان د ترتیب په څرنګوالي خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې یاد پلان د جلالتماب جمهور رئیس د لارښوونې او په یاد ولایت کې د کره ارزونې او مطالعاتو په نتیجه کې د نیمروز ولایت د منظم انکشاف لپاره د یو لید لوري په توګه جوړ شوی دی.

ورپسې، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د یاد منطقوي پراختیايي پلان ترتیب او منظوري یې د نیمروز ولایت د منظم انکشاف، په یاد ولایت کې د انکشافي او ټولګټو پروژو د تطبیق لپاره د فرصت برابرولو او د خلکو د هوساینې او اقتصادي ودې په برخه کې خورا مهم او ارزښتناک وباله.

همدارنګه، د نیمروز والي او په ولسي جرګه کې د خلکو استازو د یاد ولایت منطقوي پراختیايي پلان منظوري یې د نیمروز ولایت د ودې او انکشاف لپاره خورا اړین وباله او په دې تړاو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مشرتابه له پاملرنې او هر اړخیزې همکارۍ څخه مننه وکړه.

د غونډې په پای کې، د نیمروز ولایت منطقوي پراختیایي پلان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر او د نمیروز والي له لوري په ولسي جرګه کې د خلکو د استازو په حضور کې لاسلیک او منظور شو.

###

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۶
Background image

په کندهار ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۶

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ، د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه د ښار د ۱۵مې ناحیې له بېلابېلو ودانیزو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د الحافظ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۲۷
Background image

په ایبک ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۴۴۷/۱۱/۲۶

د سمنګان ولایت د ایبک ښار په بېلابېلو پلان لرونکو ساحو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه دتخنیکي ټیم له لوري ساحوي څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال هغه ودانیزې پروژې چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۳۰
Background image

په ننګرهار کې د څو ښارګوټو تخنیکي چارې بشپړې او د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر چټک شوی

۱۴۴۷/۱۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له لوري استول شوو تخنیکي ټیمونو د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په همغږۍ او همکارۍ، د یو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت