په ننګرهار کې د څو ښارګوټو تخنیکي چارې بشپړې او د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر چټک شوی

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۳۰
ننګرهار

۱۴۴۷/۱۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له لوري استول شوو تخنیکي ټیمونو د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په همغږۍ او همکارۍ، د یو شمېر استوګنیزو ښارګوټو تخنیکي چارې بشپړې کړې.

ننګرهار کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر احمدالله زاهد وایي، د ځینو ښارګوټو د تخنیکي چارو له بشړېدو سره سم د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر چټک شوی دی.

نوموړی وایي، د زلزله ‌ځپلو لپاره د جوړ شوي ښارګوټي د خط اچولو چارې بشپړې شوې دي، چې ورسره به د استوګنیزو نمرو د تثبیت او وېش بهیر لا منظم او چټک شي.

همداراز، د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ کې د امیرالمؤمنین حفظه الله په نوم د مهاجرینو په ښارګوټي کې د شاوخوا شپږ سوه استوګنیزو نمرو د تازه خط اچولو چارې هم ترسره شوې دي او د پاتې نورو نمرو تخنیکي چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د دغو پروژو موخه راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د منظمې استوګنې برابرول، د ښاري خدمتونو د تنظیم زمینه مساعدول او د استوګنیزو ښارګوټو د معیاري پراختیا تضمین دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۳
Background image

په جوزجان کې د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي ښاري پلان د ترتیب لپاره د یادې ولسوالۍ د ساحې توپوګرافي سروې پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت