باميان او دايکنډي ولايتونو کې له ۱۹ زرو څخه زيات کورونه سروې او ثبت شول

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۱ - ۱۰:۹
باميان او دايکنډي

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غير رسمي ښاري سيمو د ثبت برنامې په دوام د باميان او دايکنډي ولايتونو په مرکزونو کې ۱۹۵۷۱ کورونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې ډلې ۱۲۳۹۲ کورونه د باميان ښار په غير پلاني سيمو کې او ۷۱۷۹ کورونه د نيلي ښار په غير پلاني سيمو کې موقعيت لري.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په کابل، مزارشريف، هرات، ننګرهار، کندهار، فراه، باميان او نيلي ښارونو کې ۷۹۰ زره ۴۴۶ کورونه سروې او ثبت کړي او تر څنګ يې مستحقينو ته د ملکيت ۲۰ زره سندونه هم ويشلي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت؛ په یوه ورځ نږدې زر راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشلې

۱۴۴۸/۱/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د ټینګار سره سم، په څلورو ولایتونو کې (۹۸۵) راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې.

تېره ورځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۰:۱۵
Background image

د کابل ښار د میرویس ښارګوټي له وضعیت څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارو ساحوي څارنو په لړ کې د کابل ښار د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۹:۵۷
Background image

د نوي کابل ښار د لا چټکې او معیاري پراختیا لپاره د کور او ښار جوړولو وزارت یو بل مهم او اغېزمن ګام هم اوچت کړ

۱۴۴۸/۱/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي پړاو په (۸/۲) پارسل سیمه کې د خاور ودانیز شرکت اړوند تفصیلي پلان، تر. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت