د هرات او فراه ولايتونو په غير پلاني سیمو کې شاوخوا ۱۰۰ کورونه سروې او ثبت شول

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۰ - ۱۰:۵۶
هرات او فراه

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غير رسمي ښاري سیمو د ثبت برنامې د تطبيق په دوام دا ځل د هرات ولايت او فراه ښار په غېر پلاني سیمو کې ۹۷ زره ۵۷۹ کورونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې ډلې په هرات ښار کې ۷۷۳۳۵ کورونه او په انجيل ولسوالۍ کې ۸۲۳۰ کورونه او د فراه ښار په بېلابېلو ناحيو کې ۱۲۰۱۴ کورونه سروې او ثبت شوي دي. 

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په کابل، مزارشريف، هرات، ننګرهار، کندهار، فراه، باميان او نيلي ښارونو کې ۷۹۰ زره ۴۴۶ کورونه سروې او ثبت کړي او تر څنګ يې مستحقينو ته د ملکيت ۲۰ زره سندونه هم ويشلي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۶
Background image

په کندهار ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۶

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ، د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه د ښار د ۱۵مې ناحیې له بېلابېلو ودانیزو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د الحافظ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۲۷
Background image

په ایبک ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۴۴۷/۱۱/۲۶

د سمنګان ولایت د ایبک ښار په بېلابېلو پلان لرونکو ساحو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه دتخنیکي ټیم له لوري ساحوي څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال هغه ودانیزې پروژې چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۳۰
Background image

په ننګرهار کې د څو ښارګوټو تخنیکي چارې بشپړې او د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر چټک شوی

۱۴۴۷/۱۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له لوري استول شوو تخنیکي ټیمونو د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په همغږۍ او همکارۍ، د یو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت