په ایبک ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي څارنه ترسره شوه
۴۴۷/۱۱/۲۶
د سمنګان ولایت د ایبک ښار په بېلابېلو پلان لرونکو ساحو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه دتخنیکي ټیم له لوري ساحوي څارنه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال هغه ودانیزې پروژې چې پکې ښاري سرغړونې موجودې وې او یا یې نقشې تر اوسه نه وې ویزه شوې، د ودانیزو چارو بهیر یې ودرول شو.
دغه پروژې د لا زیاتې څېړنې او د نقشو د ویزې کولو په موخه د سمنګان ولایت د کور او ښارجوړولو ریاست ته راجع شوې.
همداراز، هغه ودانۍ چې نقشې یې منظور شوې وې، د منظور شوو نقشو مطابق تر نظارت لاندې ونیول شوې او د کار جریان یې وڅارل شو.
په همدې ترڅ کې، هغه موارد چې د منظور شوو نقشو خلاف سرغړونې پکې ثبت شوې وې، د ودانیزو چارو بهیر یې ودرول شو او اړینې برخې یې د اصولو مطابق اصلاح او تخریب شوې.
د ښاري سرغړونو د مخنیوي دوامداره څارنې موخه د قانوني ودانیزو چارو تطبیق، د ښاري نظم ساتنه او د معیاري ښار جوړونې بهیر پیاوړی کول دي.
