د کاسا زر پروژې انتقالي برېښنا په مسير کې له شلو د زياتو پايو د نصب ځايونو د مالکيت حق تثبيت شو
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ټولګټو پروژو د چارو انسجام رياست د راپور لهمخې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د کاسا زر پروژې انتقالي برېښنا د لېږد لپاره د پايو نصبولو په موخه په ۲۹ ځايونو کې د مالکيت حق د تثبيت چارې بشپړې شوې.
له دې ډلې څخه ۹ جريبه دولتي ځمکه تثبيت شوې ده.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په کندز، بغلان، پنجشېر، کاپيسا، کابل، لغمان او ننګرهار ولايتونو کې د کاسا زر پروژې په مسير کې د جايدادونو د مالکيت حق په تثبيتولو سره د يادې پروژې پلی کولو ته زمينه برابروي.