د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د ښاري تأسیساتو او ښاري نظم له وضعیت څخه ساحوي څارنه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۱۹
11 ناحیه

۱۴۴۸/۱/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند ساحه کې د ښاري تأسیساتو، اوسپنیزو غرفو او ښاري نظم له وضعیت څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د سرک د منځني ګلدان په ساحه کې د نصب شویو فلزي غرفو وضعیت له نږدې و ارزول شو.

 د تخنیکي ټیم د موندنو له مخې، د دغه غرفو د جوړولو څخه موخه د ښاري نظم پیاوړتیا او د لاس‌ پلورونکو د فعالیتونو تنظیم دی، خو په اوسني موقعیت کې یې د ګڼې ګوڼې د رامنځته کېدو، د خلکو د تګ راتګ د بهیر د اغېزمنېدو او د ښاري نظم د ګډوډۍ لامل هم ګرځېدلی دی.

د ارزونې پر مهال څرګنده شوه چې د پلورونکو او مراجعینو د راټولېدو له امله په یاده ساحه کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې، چې د ښاري نظم او د ښاري چاپېریال پر کیفیت یې منفي اغېز کړی دی.

د تخنیکي ټیم د ارزونې له مخې، د ورته ښاري تأسیساتو د ځای ټاکنه او تطبیق باید د کور او ښار جوړولو له اصولو، تخنیکي معیارونو او تصویب شویو پلانونو سره سم ترسره شي، ترڅو د ښاري نظم د ټینګښت ترڅنګ د خلکو د خوندي او اسانه تګ راتګ زمینه هم برابره شي.

د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست ټینګار کوي چې د ښاري پروژو او عامه تأسیساتو د پلي کېدو پر مهال باید تخنیکي معیارونه او د ښار جوړولو اصول په جدي توګه رعایت شي، ترڅو د ښاري نظم، د ښاري چاپېریال د کیفیت او د ښار د منظم او معیاري پرمختګ بهیر لا پیاوړی شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت