د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ، د کابل ښار د ماسټر پلان د بیاکتنې په موخه د اړوندو وزارتونو او ادارو ترمنځ ګډه تخنیکي ناسته وشوه
۱۴۴۸/۱/۱۸
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري معین مولوي محمد رباني ناصح په مشرۍ، د کابل ښار د ماسټر پلان د بیاکتنې، د ښاري پراختیا د اړتیاوو د ارزونې او د اړوندو وزارتونو او ادارو ترمنځ د اغېزمنې همغږۍ د پیاوړتیا په موخه، ګډه تخنیکي ناسته وشوه.
دغه ناسته د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام د لارښوونې پر بنسټ، د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د کابل ښاروالۍ او د هېواد په کچه د بېلابېلو وزارتونو او امارتي ادارو استازو ګډون کړی وو.
په غونډه کې، د کابل ښار د ماسټر پلان د بیاکتنې د بهیر، د ښاري پراختیا د اړتیاوو، د ادارو د کاري مسئولیتونو او د پلان د اغېزمن تطبیق په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.
همدارنګه، د ګډونوالو له خوا د خپلو ادارو اړوند شته کاري ستونزې، اړتیاوې او تخنیکي وړاندیزونه شریک شول، ترڅو د کابل ښار د ماسټر پلان په بیاکتنه کې د ټولو سکټورونو اړتیاوې او غوښتنې په هر اړخیز ډول په پام کې ونیول شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري معین مولوي محمد رباني ناصح وویل، د کابل ښار د ماسټر پلان بیاکتنه باید د یو منظم، سیستماتیک او څو سکتوري مېتود له مخې ترسره شي، څو د ښار د اوسنیو او راتلونکو اړتیاوو، د نفوسو ودې، اقتصادي پراختیا، بنسټیزو خدمتونو، ترانسپورتي شبکو او چاپېریالي ملاحظاتو ته په کتو هر اړخیز، پر واقعیت ولاړ او د عملي کېدو وړ ماسټر پلان چمتو شي.
ښاغلي مولوي ناصح ټینګار وکړ، چې د کابل ښار د ماسټر پلان بریالیتوب هغه وخت تضمینېدای شي څو ټولې اړوندې ادارې خپلې ستونزې، اړتیاوې او تخنیکي لیدلوري د ګډې همغږۍ له لارې شریک کړي او د پلان د چمتو کولو او عملي کېدو په ټولو پړاوونو کې فعاله ونډه واخلي.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې ټولې اړوندې ادارې به د خپلو کاري مسئولیتونو له مخې تخنیکي ارزونې، اړتیاوې او وړاندیزونه د کور او ښار جوړولو وزارت سره شریک کړي، ترڅو د کابل ښار ماسټر پلان د ریاسةالوزراء محترم عالي مقام د هدایت په رڼا کې، د ټولو سکتورونو په همغږۍ، د علمي او تخنیکي معیارونو پر بنسټ بیا وکتل شي او د تطبیق لپاره یې ګډ او عملي مېکانېزم رامنځته شي.
