یو شمېر کسانو ته لارښوونه وشوه چې د ځمکې اسناد ترلاسه کړي

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۳:۴۰
picture

۱۴۴۵/۱۰/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې له ولسي وګړو سره وکتل او په ځینو اړوندومسایلو یې خبرې وکړې.

لومړی، کابل کې د خیرخانې لومړۍ برخې ګولای سیمې اوسېدونکو په یاده سیمه کې د خپلو هستوګنځیو او اپارتمانونو د ملکیت او شته ستونزو په اړه معلومات شریک کړل.

دغه خلکو غوښتنه درلوده چې څنګه کولای شي د خپلو اپارتمانونو په اړه د ملکیت سندونه ترلاسه کړي او په راتلونکي کې له ستونزو سره مخامخ نه شی.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني راغلو کسانو ته د خپلو اپارتمانونو د ملکیت سندونو د ترلاسه کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې او هغه ادرس یې ورپه ګوته کړ، چې له مخې یې دوی کولای شي د ملکیت سند ترلاسه او بیا د شرعي قبالې غوښتنې لپاره محاکمو ته وړاندیز وکړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۲۳
Background image

راتلونکي لیدلوري، پلانونو، ننګونو او فرصتونو باندې خبرې وشوې

۱۴۴۷/۱/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ ، د دغه وزارت د مرستیالانو، رئیسانو او چارسمبالو په ګډون مهمه ناسته ترسره شوه.

دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۴:۴۱
Background image

د میدان ښار د مسافرو د ترمینل د دویمې برخې د تخنیکي اسنادو بشپړولو باندې ټینګار وشو

۱۴۴۷/۱/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا د معینیت سرپرست،دیپلوم انجنیر عبدالحمید آرین، د میدان ښار د مسافر وړونکي ترمینل د پروژې دویمې برخې د تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۴:۳۲
Background image

د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۷/۰۱/۱۷

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تېلوي وایي، اړوند فني او مسلکي ټیم یې، په دغه ولایت کې د عامې روغتیا ریاست له استازو او یو شمېر نورو. . .

BACK TO NEWS