یو شمېر ایراني پانګوال چمتو دي چې د کور او ښار جوړولو برخو کې پانګونه وکړي

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۶:۱۳
انځور

۱۴۴۵/۱۱/۰۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې د ایران هېواد د سنپو ساختماني شرکت له مسؤلینو سره وکتل.

د یاد شرکت مسؤلینو یادونه وکړه، چې دوی چمتو دې افغانستان کې د سرپناه او ښاري پراختیا برخه کې پانګونه وکړي او په خبره یې یاده برخه کې د نورو یو شمېر هېوادونو کافي تجربه لري.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، یادو پانګوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سرپناه او ښاري پراختیا برخه کې د پانګونې په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.

شیخ حمدالله نعماني، ډاډ ورکړ، چې د کور او ښار جوړولو وزارت ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کورونو، ښارګوټو او ښاري پراختیا برخه کې د پانګونې لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او ملاتړ یې کوي.

ښاغلي نعماني، له ایراني پانګوالو وغوښتل چې خپلې غوښتنې او په افغانستان کې د پانګونې په پار دې لومړنۍ چارې په کابل کې د ایران له سفارت پیل کړي، چې په خبره یې هغوی به پانګوال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته ور وپېژني، د شرکت په اړه به بشپړ معلومات ورکړي او له هغه ځایه به د کور او ښار جوړولو وزارت ته راجع شي.

د سنپو ساختماني شرکت مشر وایي، د ایران په ګډون یې عمان، ازبکستان، عراق او نورو هېوادونو کې، د ښارګوټو، سړکونو، د اوبو د بندونو او نورو ساختماني پروژو کې کار کړی او کافي تجربه لري.

د کور او ښار جوړولو وزارت دروازې د ټولو داخلي او بیروني پانګوالو پر مخ پرانستې دي، اسانتیاوې یې ورته برابرې کړي او د هر هغه چا ملاتړ کوي چې غواړي د یاد وزارت په اډانه کې د سرپناه، ښارګوټو او ښاري پراختیا برخه کې پانګونه وکړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۲۳
Background image

راتلونکي لیدلوري، پلانونو، ننګونو او فرصتونو باندې خبرې وشوې

۱۴۴۷/۱/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ ، د دغه وزارت د مرستیالانو، رئیسانو او چارسمبالو په ګډون مهمه ناسته ترسره شوه.

دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۴:۴۱
Background image

د میدان ښار د مسافرو د ترمینل د دویمې برخې د تخنیکي اسنادو بشپړولو باندې ټینګار وشو

۱۴۴۷/۱/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا د معینیت سرپرست،دیپلوم انجنیر عبدالحمید آرین، د میدان ښار د مسافر وړونکي ترمینل د پروژې دویمې برخې د تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۴:۳۲
Background image

د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۷/۰۱/۱۷

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تېلوي وایي، اړوند فني او مسلکي ټیم یې، په دغه ولایت کې د عامې روغتیا ریاست له استازو او یو شمېر نورو. . .

BACK TO NEWS