کندز ولایت کې د پوهنې او ښې راتلونکې په موخه اقدامات وشول

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۱۳:۵۶
konduz

۱۴۴۶/۰۱/۱۵

کندز ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد رمضان کلیم وایي، په دغه ولایت کې یې د لس (۱۰) بابه ښوونځیو د جوړولو په موخه لومړنی براورد ترسره کړ.

ښاغلی مولوي محمد رمضان کلیم وایي، د یو بل اقدام په ترڅ کې یې د دغه ولایت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د غصب شوي سړک د بېرته راګرځولو په موخه اقدام وکړ.

نوموړی وایي، دغه چاره یې په کندز ولایت کې د ټولګټو چارو محترم ریاست او د قلعه ذال محترم ښاروال په شتون کې ترسره کړه او د سړک پلي لاره چې د هټیوالو له لوري غصب شوې وه، د بېرته خوشې کولو په اړه یې اقدامات وشول.

دغه راز، نوموړی وایي، د قلعه ذال ولسوالۍ بازار ځینې برخې ښاري پلان کې نه دي شاملې چې اړتیا ده په پلان کې شاملې شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ولسوالیو لپاره پلانونه جوړوي، ترڅو په ولسوالیو کې هم د غیر پلاني ودې او پراختیا مخنیوی وشي او خلک له ښاري وضعیت او امتیازاتو برخمن شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۴۸
Background image

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د اصلاح شوي پلان د سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۱۰/۲۹

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ولایت مقام د هدایت پر بنسټ، قیصار ولسوالۍ ته د اصلاح شوي ښاري پلان د ترتیب په موخه د سروې چارې پیل کړې.

ددغې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۴۹
Background image

د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د رحمن مینې اړوند د طلایي ښارګوټي له ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ودانیزو پروژو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامدارو نظارتونو په لړ کې د کابل ښار په اتمه ناحیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۱۳
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست اړوند د رسېدنې او عامه پوهاوي تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت