کاپیسا ولایت کې له (۴۰۰) جریبه زیاته ځمکه سکېچ او څلور خواوې یې تعین شوې

۱۴۴۳/۱۰/۲۲
د کاپیسا ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست په دغه ولایت کې (۲۸) جریبه ځمکه سکېچ او د شاوخوا (۴۰۶) جریبه نورې ځمکې څلور خواوې یې تعین کړې.
یاد ریاست وایي، دغه چاره یې د دې لپاره وکړه چې په نوموړي ولایت کې ذکر شوې ځمکه د غصب له ګواښ وژغورل شي.
دغه راز په کاپیسا ولایت کې د یو شمېر ملکیتونو دوسیې حقوقي مراجعو ته سپارل شوي او څو نورې ساحې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د محاکمو د حکم د تطبیق په موخه کدستري سروې شوه.
د کاپیسا ولایت د ښار جوړولو او ځمکو رییس وایي، د کدستري سروې له درکه راټول شوي عواید د وزارت په عوایدو او خدماتو کې جمع شوي دي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ټول هېواد په کچه د دولتي ځمکو د تثبیت په موخه کروکي او سکېچ کوي او دغه راز غصب شوې ځمکې بېرته راګرځوي او له عاملینو سره قانوني چلند کوي.