کابل کې د نورالاسلام جومات د ترميم او رغولو چارې پيليږي
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په کابل ولايت کې د نورالاسلام جومات د جوړولو لپاره لومړنۍ چارې پای ته رسولي او ډير ژر به يې د ترميم او رغولو چارې پيل کړي.
پر دې فرهنګي پروژه ۴۰ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د تاريخي ابداتو د ترميم ادارې له لارې تطبيقيږي.
دا تاريخي جومات په ۳۹۰۰ متر مربع ځمکه کې په يو پوړيز ډول په ۱۲۱۳ هجري لمريز کال کې د زمان شاه دوراني په وخت کې رغول شوی دی.