د کونړ ولایت د اسعد اباد ښار د تفصیلي پلان د بیاکتنې او نوي پلان د ترتیب لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه
۱۴۴۸/۶/۱۱
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد ښار کې د پخوانیو تفصیلي پلانونو د بیاکتنې او د نوي تفصیلي پلان د ترتیب په موخه توپوګرافي سروې پیل کړه.
یاده سروې د ښار د اوسنیو اړتیاوو او تخنیکي معلوماتو پر بنسټ د نوي تفصیلي پلان د ترتیب لپاره ترسره کېږي، څو د ښار د متوازن او منظم پرمختګ لپاره لازم زمینه برابره شي.
