کابل ښار کې ښاري سرغړونې په ګوته شوې

۱۴۴۶/۹/۱۷
د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د کابل ښار په اوومه ناحیه کې له ده دانا تر چهل ستون بڼ پورې د جوړېدونکي سړک له چارو څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي حقاني وویل، لومړی یې د کابل ښار د اوومې ناحیې له محترم رئیس سره ناسته وکړه او پر همغږۍ یې خبرې وکړې چې، د ناحیې یو کس یې ورته معرفي کړ، تر څو همکاري وکړي.
نوموړی وایي، د څار په مهال معلومه شوه چې د سړک تر څنګ پلي لاره د پلان او نقشې خلاف کم عرضه شوې ده.
دوی وایي، په تړاو یې د کابل ښار اوومې ناحیې مسؤل ته معلومات ورکړل شو او غوښتنه وشوه چې، ټولې چارې باید د پلان او نقشې مطابق سرته ورسېږي.
د کور او ښار جوړولووزارت د پلازمېنې کابل په ګدون ټولو ولایتونو کې له ودانیزو او رغنیزو چارو څارنه کوي او د تخلفاتو په صورت کې د مخنیوي هڅې کوي.