ښار جوړولو او ځمکو وزارت کې د پلازمېنې د پراختیا زون تشکیل د ګمارنې پروسه بشپړه شوه
۱۴۴۳/۱۱/۱۴
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي په مشرۍ د پلازمېنې د پراختیا زون مخکینۍ ادارې د ادغام کمېټې په دوامداره ناستو سره خپلې چارې پای ته ورسولې او د ادغام پروسه یې بشپړه کړه.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ښاغلي مالي او اداری مرستیال حافظ محمد امین فاروقي د کمېټې غړو له هڅو او ریښتینولۍ مننه وکړه چې د اصولو سره سم یې د پلازمېنې د پراختیا زون تشکیل یې له ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره یو ځای او پروسه یې بشپړه کړه.
نوموړي وویل، د ا.ا.ا له بیا حاکمیت وروسته د یو پیاوړي، جواب ویونکي او پرمختللي نظام جوړولو په موخه د امارت مشرتابه حکم وکړ، چې موازي ادارې دې لغوه او د تشکیلاتي پاړسوب څخه دې مخنیوی وشي، چې دا دی د ښار جوړولو او ځمکو وزارت هم حکم عملي او په بریالۍ توګه یې وکولی شو چې د پلازمېنې د پراختیا زون ادارې تشکیل له ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره یو ځای کړي.
هغه زیاته کړه، له ادغام وروسته ګمارنې د بشري سرچینو ریاست د اصولو او د وړتیا په پام کې نیولو سره سرته رسېدلې او کارکوونکي نه دي زیانمن شوي.