پکتیکا کې د کرنې ریاست اړوند مسجد شریف له چارو څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۴:۱۱
پکتیکا

۱۴۴۶/۱۱/۷

پکتیکا ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، په دغه ولایت کې یې د کرنې محترم ریاست اړوند یو باب مسجد شریف د پروژې له چارو څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي سیف الجهاد وایي، د پکتیکا ولایت د حج او اوقافو محترم ریاست د وړاندیز او د ولایت محترم مقام د حکم پر اساس یې، استازو د کرنې محترم ریاست د مسجد شریف د خط اچولو له بهیر څارنه وکړه.

نوموړی وایي، له دغه نظارت یې موخه دا وه، چې د قبلې لوری دقیق تعین شي، د نقشه بندۍ ارزونه یې وشي او د تخنیکي اصولو رعایت یې وشي.

د نظارت په مهال د کور او ښار جوړولو ریاست محترم تخنیکي ټیم ساحه کتلې، موجوده پلانونه یې ارزولي او اړوند لوریو ته یې تخنیکي سپارښتنې کړي دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په ټولو پروژو کې پر دقت، د پلان مراعاتول او د منل شوې نقشې پر تطبیق ټینګار کوي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۳۶
Background image

د فاریاب ولایت د ملي راډیو تلویزیون د اداري ودانۍ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته چمتو شوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۸

فاریاب کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د ملي راډیو ټلوېزیون د اداري امریت د نوې ودانۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

د قول هزاره ښارګوټي چارې وځنډول شوې

۱۴۴۶/۱۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي ټیم یې په کابل کې د قول هزاره استوګنیز ښارګوټي له وضعیت څارنه او ارزونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۱۷
Background image

د غزني ولایت آب بند ولسوالۍ کې د مسجد ودانیزې چارې د تخنیکي څارنې لاندې دي

۱۴۴۶/۱۲/۸

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د ودانیزو چارو انجنیر ښاغلي نجیب‌الله نجیب له لوري، د آب بند ولسوالۍ اړوند د جوړېدونکي مسجد. . .

BACK TO NEWS