په کونړ ولایت کې د درې ولسوالیو د بازارونو لومړنۍ سروې تر سره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۲:۴۶
.

۱۴۴۶/۴/۲

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبي الله طلحه وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د پیچ درې د درې ولسوالیو د بازارونو او لومړنیو محکمو لپاره ځمکې مشخص شوې.

ښاغلي مولوي طلحه وویل، د تخنیکي ټیم لخوا د پیچ درې لسوالۍ د دریو بازارونو هر اړخیز معلومات را ټول شول او د چپې درې د ولسوالۍ د محکمې لپاره ځمکه مشحص شوه او د جي پي ایس ټکي یې واخستل شول.

د یادولو ده، د کور او ښار جوړولو وزارت په پام کې لري، چې یاده سروې د نورو ولایتونو په ولسوالیو کې هم تر سره کړي، چې د دې سروې سره به د ځمکو تثبیت، لوړ پوړیزو ودانیو کره معلومات، سوداګریزو مارکیټونوکره معلومات، هټیو معلومات، بازارونومعلومات او د بازارونو مسیر معلوم شي، چې په دې سره به هېوادوالو ته دایمي بوختیا پیدا شي، مارکیټونه به قانوني شي او د خلکو اقتصاد به پیاوړي شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۵۷
Background image

د ۱۴۰۵ مالي کال په بودیجه کې د نويو پروژو د شاملولو په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۷/۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروتي په مشرۍ ناسته وشوه چې په کې د دغه وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شيخ مدارعلي کريمي بامياني، او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۵۳
Background image

په غزني کې د اداري ودانۍ د سیخ ‌بندۍ او سقف د چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم لخوا د شپږمې ناحیې د اداري ودانۍ د سیخ‌ بندۍ او سقف د چارو څارنه ترسره شوه.

ښاغلي رئیس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د بلخ ولایت د مهاجرینو ښارګوټي له چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په بلخ ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط ‌اچونې او سړک جوړونې له چارو څارنه وکړه.

نوموړي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت