د ننگرهار ولایت د ګمبیري سیمې په ساحه کې د توپوګرافیکي سروې او جي ‌ای ‌ایس چارې بشپړې شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۷
ګمبیري

۱۴۴۷/۰۸/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌ایس ریاست د رئیس په لارښوونه، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د نږدې ۱۰۰۰ جریبه ځمکې په ساحه کې د توپوګرافي سروې او جي ‌ای ‌ایس  چارې ترسره کړې.

د سروې موخه کونړ ولایت د زلزله ځپلو لپاره د وړاندیز شوې ساحې په اساس د منظم او معیاري ښارګوټي د جوړولو پلان برابرول وو، چې  ټول معلومات د عصري جي ‌ای ‌ایس سیسټم له لارې ثبت او تحلیل شوي، تر څو د راتلونکو ودانیو، سړکونو او بنسټیزو اسانتیاوو طرحه د ملي او نړیوالو معیارونو سره په بشپړه توګه برابره وي.

د تخنیکي ټیم له لوري ویل شوي، چې دا مرحله د ښاري پلان جوړولو لپاره بنسټیزه ده او د زلزله ځپلو خلکو لپاره د اسانتیاوو، دوامداره استوګنې او د معیاري ښارګوټي جوړولو لپاره مهم ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۷
Background image

د ننگرهار ولایت د ګمبیري سیمې په ساحه کې د توپوګرافیکي سروې او جي ‌ای ‌ایس چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۰۸/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌ایس ریاست د رئیس په لارښوونه، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د نږدې ۱۰۰۰ جریبه ځمکې په ساحه کې د توپوګرافي سروې او جي ‌ای ‌ایس  چارې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۹
Background image

د شکردرې ولسوالۍ د ملت سټیل فابریکې له ساحې څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۸/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه تخلفاتو ته د رسېدنې ریاست اړوندو ټیمونو د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ د ملت سټیل فابریکې له ساحې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۹:۳۸
Background image

په ننګرهار کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند د سړکونو د هوارۍ چارې په چټکۍ روانې دي

1447/8/19

د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په خانکي سیمه کې، د مهاجرینو د ښارګوټي د پلان دننه د سړکونو د هوارۍ چارې په پراخ او چټک ډول روانې دي.

یادې چارې د ښارګوټي د بنسټیزو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت