د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د ځمکو د وېش لړۍ دوام لري

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۴:۵۲
وزارت شهر سازی و مسکن

۱۴۴۷/۸/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې کمېټې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د باعزته او دایمي مېشتېدو په موخه په یو شمېر ولایتونو کې راستانه شوو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو د نمرو د وېش بهیر د منظور شوي تفصیلي پلان له مخې په منظم ډول ترسره کړ.

په دغه لړ کې، په کونړ ولایت کې (۱۵۵) راستانه شوو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو نمرې وېشل شوې دي، چې په دې سره په یاد ولایت کې د وېشل شویو نمرو شمېر تر دې مهاله (۵۰۶) کورنیو ته پورته شو.

دغه راز، په ننګرهار ولایت کې (۵۷۰) راستانه شوو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو وېش بشپړ شو چې مجموعاً تر دې دمه (۱۲۰۳) کورنیو ته د ځمکو نمرې سپارل شوې دي.

په ورته مهال، کندز ولایت کې (۱۰۹) راستانه شوو کورنیو ته د تفصیلي پلان له مخې د ځمکو وېش ترسره شو، چې په دې سره د یاد ولایت ټولیز شمېر (۹۲۰) کورنیو ته ورسېد.

سربېره پر دې، په زابل ولایت کې هم (۶۱) راستانه شوو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو نمرې د ټاکلي پلان مطابق ووېشل شوې.

په ټوله کې، د همدې تېرې اوونۍ په ترڅ کې (۸۹۵)راستانه شوو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو وېش ترسره شو او په عمومي ډول تر دې مهاله په بېلابېلو ولایتونو کې (۶۴۳۷) مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدو په موخه د ځمکو نمرې سپارل شوې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت، هڅې پیل کړي چې د ولسونو د هوساینې لپاره د ارام ژوند زمینه برابره کړي او په دغه برخه کې اړوند هر اړخیز خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۵:۴۰
Background image

د کابل ښار د شهرنو پارک اړوند سیمو کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۵
Background image

په بامیان ښار کې د سراسیاب سیمې د رغنیز پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۷

د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجینري ټیم، د بامیان ښاروالۍ په همغږۍ، د بامیان ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د سراسیاب سیمې د رغنیز او انکشافي پلان د ترتیب په موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

په هلمند ولایت کې مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر پیل شو

۱۴۴۷/۱۱/۲۷

په هلمند ولایت کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د دایمي استوګنیزو نمرو د وېش بهیر په رسمي ډول پیل شو.

د مهاجرینو د اسانتیا او د چارو د منظم تنظیم په موخه، د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت