په کور او ښار جوړولو وزارت کې د فقهي تخریج په موخه د علماء کرامو کمېټه جوړه شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۱:۴۴
وزارت

۱۴۴۶/۱۰/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په شفاهي لارښوونه د تقنیني اسنادو د فقهي تخریج لپاره د علماؤ کمېټه جوړه شوه.

په دغه کمېټه کې د کور او ښار جوړولو وزارت د بېلا بېلو ریاستونو اړوند علماء کرام هر یو د دعوت او ارشاد محترم رئیس مفتي عبدالاحد حقان، د دعوت او ارشاد ریاست محترم مدرس مولوي سید عبدالله مدني، د دعوت او ارشاد ریاست محترم مدرس مولوي عصمت الله څاروان، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مفتي عبدالمنان حقاني، محترم اداري رئیس مولوي رفیع الله راشد، د تدارکاتو محترم رئیس مولوي فیض الله فیضان، د حقوقي اعتبار ورکولو ریاست محترم مولوي عبدالباري خدام او د حقوقي اعتبار ورکولو ریاست محترم مفتي نصر الله کاکازاده شامل دي.

یاده کمېټه به کار کوي، چې د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند موضوعاتو کې فقهي تخریجات وکړي او په تړاو به یې د وزارت له محترم مقام سره راپور شریکوي.

یادې کمېټې خپله لومړنۍ ناسته وکړه، چې په کې یې د ځینو لومړنیو اړو مقدماتو کارونو او اړتیاوو سره بېره د حقوقي اعتبار ورکولو ریاست محترم مولوي عبدالباري خدام د یادې کمېټې د مشر په توګه معرفي کړ.

د معلوماتو له مخې، کله چې دغه علماؤ ته مسائل او موضوعات حواله شي د حنفي فقهې د متداوله او معتبرو کتابونو د تخریج او حوالې وروسته به یې د کمېټې مسؤل ته سپاري، چې له ترتیب او د ټولو غړو تر تائید او لاسلیک وروسته به یې اړوندې مرجع ته سپاري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت