په کندهار کې د پيښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري تعمیر ودانیزې چارې و څارل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۲:۵۹
کندهار

۱۴۴۶/۱۱/۱۵

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي سعید وویل، په دې پروژه کې بې کیفیته سیخ کار شوي و، د کانکریټ اچونې وایبریشن سم نه و او د تهدابونو تر سیخانو لاندې برخه کې ډبرې کار شوې وې،  چې د دې ریاست د انجنیرانو لخوا د دې پروژې چارې و څنډول شوې.

د نوموړي په خبره، د قراراداي شرکت له مسؤلینوسره خبرې وشوې، ستونزې  ورپه ګوته شوې او د ستونزو د حل لپاره قراردادي شرکت ژمنه وکړه، چې ټولې چارې به د نقشې او شرطياڼې مطابق تر سره کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ادارو په غوښتنه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې او شرطپاڼې مطابق تر سره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت