په کندهار کې د اوسپنې ریل پټلۍ د مسیر ټاکلو په موخه سروې وشوه

۱۴۴۶/۱۱/۶
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمیتن سعید وایي، د ټولګټور ياست، ښاروالۍ رياست، کرنې او اراضۍ رياست او اټومي انرژۍ رياست سره په ګډه یې په سپین بولدک ولسوالۍ کې د اوسپنې ریل پټلۍ د مسیر د ټاکلو په موخه سروې وکړه.
ښاغلي مولوي سعید وویل، د ګډ هئیت سره په همغږۍ یې په سپین بولدک ولسوالۍ کې زر جریبه ځمکه په نښه او سروې کړه.
د نوموړي په خبره، د اوسپنې د دې ریل پټلۍ مسیر د سپین بولدک څخه تر هرات ولایت پورې دی چې اوږدوالی یې (۷۳۷) کیلو مټره دی.