په کابل کې د برېښنا د زیربنایي شبکو څارنه او تخلفات کشف شول

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۹:۵۶
کابل

۱۴۴۷/۰۲/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ریاست  محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وايي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کابل ښار د برېښنا د زیربنایي شبکو د پلانونو څارنه وکړه، دغه څارنه د برېښنا شبکې د تخلفاتو د کشف او مخنیوي لپاره ترسره شوه.

ښاغلي مولوي حقاني وویل، تخنیکي ټیم لومړی د دولسم جنکشن اړوند آمریت سره کتنه او همغږي وکړه، بیا یې د بروجونو لکه قلعه وکیل پنځم برج، ۱۵۰ کیلوولت تقویتي برج، قلعه محمد عمر خان برج، قلعه وکیل تقویتي برج، او نوي قلعه وکیل تقویتي برج ساحو څخه نظارت وکړ.

د یادولو ده، دغه څارنه د برېښنا د زیربنایي شبکو د امنیت او ښاري اصولو د پلي کېدو په موخه تر سره شوه.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 اونی ۱ ورځ ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۰:۳۸
Background image

د ارزګان ولایت د مرافعې محکمې اړوند د دریو اوطاقونو د کارونو څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا روح الله ابواحمد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مرافعې محکمې اړونده د درې بابو اوطاقونو د ساختماني چارو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۰:۱۷
Background image

د اندړو ولسوالۍ د انصاري ښوونځي له رغنیزو چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۴/۲۵

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د انصاري ښوونځي رغنیزې پروژې له بهیر څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۵:۲۶
Background image

د نوي کابل ښار د لومړي فاز د اصلاح شوي جوړښتي پلان د لا ډېر دقت غوښتنه وشوه

۱۴۴۷/۰۴/۲۲

د کور و ښآر جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، او د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم مرستیال مولوي ګل زرین صابر، په مشرۍ د. . .

BACK TO NEWS