په کابل ښار کې د ودانیو د تراکم او د ځمکې د اشغال کچې د کنټرول په موخه د څارنې لړۍ دوام لري

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۲:۱۶
کابل تراکم اپارتمان ها

۱۴۴۸/۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت کیفیت، کنترول د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښآري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي يټمونود کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د ودانیزو چارو د تراکم  او د ځمکې د اشغال کچې  د ارزونې او کنټرول په موخه د ودانیو د جوړولو له بهیر څخه څارنه او ارزونه وکړه.

یاده څارنه د تېرو څارنو په دوام، د یاد ریاست د کاري پلان له مخې، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د خیرخانې د سرای شمالي په فرعي کوڅو کې ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د جوړېدو په حال کې ودانۍ له ښاري پلانونو او نافذه اصولو سره د مطابقت له پلوه وکتل شوې.

د څارنې پر مهال هغه ودانیزې پروژې هم تر تخنیکي ارزونې لاندې ونیول شوې، چې د ښاري قوانینو او مقرراتو، منظور شوو ښاري پلانونو، د ګاونډیانو د حریم او حقونو د نقض، د ودانیز تراکم (FAR) د احتمالي زیاتوالي او د ځمکې د مجازې اشغال کچې (BCR) څخه د احتمالي سرغړونې نښې پکې لیدل شوې وې.

د یادونې وړ ده، چې د کابل ښار په ټولو ناحیو کې د جوړېدو په حال کې ودانیو د څارنې او ارزونې لړۍ په دوامداره او منظم ډول روانه ده او د هغو سرغړونو په اړه چې په تخنیکي ډول تثبیت شي، د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې به لازم قانوني اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۲:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د ودانیو د تراکم او د ځمکې د اشغال کچې د کنټرول په موخه د څارنې لړۍ دوام لري

۱۴۴۸/۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت کیفیت، کنترول د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښآري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي يټمونود کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د ودانیزو چارو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۱:۳۰
Background image

د دهمزنګ څخه تر جوی ‌شېر څلورلارې پورې د سړک تخنیکي وضعیت وڅارل شو

۱۴۴۸/۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونود مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دویمې او درېیمې ناحیې اړوند، له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۵:۴۰
Background image

د اماراتو په استوګنیز ښارګوټي کې د جامع جومات د جوړولو چارې د تخنیکي ټیم له لوري وڅارل شوې

۱۴۴۸/۶/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ساختماني او زیربنایي پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت