په کابل ښار کې د اتمې ناحیې د دوه سوه فامیلیو ساحې جامع مطالعات بشپړ شول

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۰:۵۸
اتمه ناحیه

۱۴۴۷/۰۸/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت په لارښوونه د کابل ښار د اتمې ناحیې د دوه سوه فامیلیو ساحې جامع، علمي، تخنیکي او ټولنیز مطالعات په بریالیتوب سره بشپړ شول.

یاد مطالعات د ساحې د فزیکي، تخنیکي، ټولنیزو او اقتصادي شرایطو د ارزونې لپاره ترسره شوي او ښيي چې سیمه د منظمې، معیاري او دوامدارې ښاري پراختیا لپاره لوړ ظرفیت لري.

ساحه د دولت ملکیت ده، د غیرقانوني اعمار او تصرف څخه پاکه، د پلان ‌شوي استوګنیز کاربری لپاره ځانګړې شوې او د ښار د مهمو پراختیایي پروژو سره نږدې موقعیت لري. مطالعات څرګندوي چې د ودانیزو چارو لپاره خاورې مناسب وضعیت لري، که څه هم د لابراتواري ازموینو ترسره کول اړین دي، همدارنګه د فاضله اوبو کانال، د ځمکې لاندې اوبو ټیټه کچه او د فاضلاب د سیستم نشتوالی د مهمو ننګونو په توګه یاد شوي.

د پلان له مخې، ساحه د ۲ څخه تر ۲۰ پوړیزو ودانیو اعمار او د نفوس د منځني او لوړ تراکم وړتیا لري، دغه سیمه د ترانسپورتي، برېښنايي، مخابراتي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره مناسب ظرفیت لري او کولای شي د خوندي، منظمې او معیاري استوګنې زمینه برابره کړي.

جامع مطالعات د قانونمند، منظم او دوامدار ښاري پراختیا لپاره رسمي او علمي بنسټ برابروي او د کابل ښار د متوازن او پایدار پرمختګ په لور مهم ګام ګڼل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت