په کابل ښار کې د اتمې ناحیې د دوه سوه فامیلیو ساحې جامع مطالعات بشپړ شول
۱۴۴۷/۰۸/۱۰
د کور او ښار جوړولو وزارت په لارښوونه د کابل ښار د اتمې ناحیې د دوه سوه فامیلیو ساحې جامع، علمي، تخنیکي او ټولنیز مطالعات په بریالیتوب سره بشپړ شول.
یاد مطالعات د ساحې د فزیکي، تخنیکي، ټولنیزو او اقتصادي شرایطو د ارزونې لپاره ترسره شوي او ښيي چې سیمه د منظمې، معیاري او دوامدارې ښاري پراختیا لپاره لوړ ظرفیت لري.
ساحه د دولت ملکیت ده، د غیرقانوني اعمار او تصرف څخه پاکه، د پلان شوي استوګنیز کاربری لپاره ځانګړې شوې او د ښار د مهمو پراختیایي پروژو سره نږدې موقعیت لري. مطالعات څرګندوي چې د ودانیزو چارو لپاره خاورې مناسب وضعیت لري، که څه هم د لابراتواري ازموینو ترسره کول اړین دي، همدارنګه د فاضله اوبو کانال، د ځمکې لاندې اوبو ټیټه کچه او د فاضلاب د سیستم نشتوالی د مهمو ننګونو په توګه یاد شوي.
د پلان له مخې، ساحه د ۲ څخه تر ۲۰ پوړیزو ودانیو اعمار او د نفوس د منځني او لوړ تراکم وړتیا لري، دغه سیمه د ترانسپورتي، برېښنايي، مخابراتي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره مناسب ظرفیت لري او کولای شي د خوندي، منظمې او معیاري استوګنې زمینه برابره کړي.
جامع مطالعات د قانونمند، منظم او دوامدار ښاري پراختیا لپاره رسمي او علمي بنسټ برابروي او د کابل ښار د متوازن او پایدار پرمختګ په لور مهم ګام ګڼل کېږي.
