په پکتیکا ولایت کې ۲۳۴۸۸۷ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۲ - ۱۰:۲۷
پکتیکا

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو ثبت په دوام کې، په پکتیکا ولایت کې ۲۳۴۸۸۷ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.

دغه اندازه ځمکه په ۱۰۲ قطعو کې چې ۲۲۸۷۸۴ جریبه یې دولتي سپینې ځمکې او ۶۱۰۳ جریبه نور یې د دولتي ادارو تر استفادې لاندې دي، ثبت شوي.

په دې سره، د ولایت په کچه د دولتي ځمکو کره شمېره به ترلاسه شي او د دولتي غصب شویو ځمکو د استرداد سربېره په ښاري او کلیوالي کچه د حکومت ټول ګټو پروژو ښه تطبیق ته به اړین فرصتونه چمتو شي.

په تېر یو کال کې، څه د پاسه ۵،۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوې او د ثبت شویو ځمکو څخه د حکومت د پروژه د تطبیق لپاره ګټه اخېستنه پیل شوې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۸
Background image

په فراه ولایت کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه د باغ پل ساحه وڅېړل شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۳

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي تخنیکي ټیم له لوري د فراه ښار اړوند د باغ پل ساحه تر څارنې او ارزونې لاندې ونیول شوه.

یاده ارزونه د دې لپاره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د نوي کابل ښار د پراختیا چارې په پنځه بېلا بېلو برخو کې په چټکۍ روانې دي او د بنسټیزو پروژو د کیفیت او معیاري تطبیق جدي څارنه هم دوام لري

۱۴۴۷/۱۲/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په هڅو او د لازمو اسانتیاوو او زمینې برابرولو سره، دا مهال د نوي کابل ښار په بېلابېلو برخو کې شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۴۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې د راستنو شویو مهاجرینو ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د کاپیسا ولایت د مرکز اړوند د ریګ روان په سیمه کې د راستنو شویو مهاجرینو د ښارګوټي د جوړولو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت