په پروان کې د شهید حبیبالرحمان ښوونځي د جوړولو چارې روانې دي
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پروان ولایت سرخ پارسا ولسوالۍ په سروکي کلي کې د شهید حبیبالرحمان ۱۰ ټولکي ښوونځی جوړوي.
دا درې پوړیز ښوونځی پر ۴۰۵ مترمربع ځمکې د ۲۴ مېلیونه او ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پرمختیایي بودجې څخه جوړېږي.