په پروان ولایت کې ۱۶۵۷۰۹ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۲/۲۷ - ۹:۲۹
پروان

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو ثبت په دوام کې، په پروان ولایت کې ۱۶۵۷۰۹ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.

دغه اندازه ځمکه په ۲۶۰ قطعو کې چې ۱۴۰۷۵۳ جریبه یې دولتي سپینې ځمکې او ۲۴۹۵۶ جریبه نور یې د دولتي ادارو تر استفادې لاندې دي، ثبت شوي.

په دې سره، د ولایت په کچه د دولتي ځمکو کره شمېره به ترلاسه شي او د دولتي غصب شویو ځمکو د استرداد سربېره په ښاري او کلیوالي کچه د حکومت ټول ګټو پروژو ښه تطبیق ته به اړین فرصتونه چمتو شي.

په تېر یو کال کې، څه د پاسه ۵،۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوې او د ثبت شویو ځمکو څخه د حکومت د پروژه د تطبیق لپاره ګټه اخېستنه پیل شوې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۹:۴۲
Background image

په سرپل ولایت کې د زندان د بلاکونو د رنګمالۍ چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۰۸/۲۹

د سرپل ولایت د زندان د بلاکونو د رنګمالۍ دویم پړاو د ارزونې او څارنې چارې د مسلکي ټیم په ګډون ترسره شوې، چې ټاکل شوی ټیم د ساحې له لیدنې وروسته د بیا رغونې پروژې ټولې رغنیزې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۵:۱۶
Background image

د نوي کابل ښار په محدوده کې د سرطاني ناروغانو د طبي کمپلکس د تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۸/۲۸

د سرطاني ناروغانو د طبي کمپلکس د تخنیکي کمېټې غونډه، چې ټاکل شوې ده د عطا خیریه بنسټ له لوري د نوي کابل ښار په محدوده کې جوړه شي، د مسکن، ساختماني چارو او د برنامو د پراختیا. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۱:۳۴
Background image

په فراه ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي جامع جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۱۴۴۷/۰۸/۲۸

د فراه ولایت مرکز، د مهاجرینو په ښارګوټي کې د جامع جومات د اعمار پروژه د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له‌خوا، د فراه ولایت د بېلابېلو ادارو د مسؤلینو په حضور کې پیل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت