د بادغیس ولایت په درهبوم ولسوالۍ کې د یوه جومات د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه وشوه
۱۴۴۸/۵/۲۷
د بادغیس ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د دره بوم ولسوالۍ په مرکز کې د یوه جومات د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه وکړه.
د څارنې پر مهال د ډبرو پر بنسټ د سیخانو د کړیو تړلو او قالب تړلو چارې وڅارل شوې.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د جومات د بنسټونو د کانکریټ اچونې او د تهداب د ډبرو اېښودلو چارې تر څارنې لاندې نیول شوې وې.
د څارنې پر مهال د پروژې انجنیر او د ساختماني شرکت مسؤلینو ته لازمې تخنیکي سپارښتنې وشوې، څو ټولې چارې د منظور شویو نقشو او تخنیکي اسنادو له مخې ترسره او پروژه په ټاکلي وخت بشپړه شي.
د بادغیس ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ډاډ ورکړی چې د یاد جومات د پاتې ودانیزو چارو تخنیکي څارنه به په دوامداره توګه ترسره کوي.
